Thursday, March 31, 2011

په هندوستان کې د نړۍ تر ټولو لویه کورنۍ

زوین چنا د شپږ شپېتو کلونو یو هندوستانۍ کس دی چې نهه دېرشه ښځه لري، څلور نوي ماشومان لري او درې دېرش لمسیان لري، د نړۍ تر ټولود لوې کورنۍ مشري کوي. نوموړې د هندوستان په شمال ختېځ کې په یو کلي کې اوسېږي.

دغه لویه کورنۍ په یو څلور پوړېز کور کې اوسېږي چې سل خونې لري، د ښاغلي چنا ټولې ښځې او اولادونه په بیلا بیلو خونو کې اوسیږي خو ټول بیا له یوه پخلانځي ګټه پورته کوي.

ښاغلی چنا وايي چې په یوه کال کې مې له لسو ښځو سره واده کړیدی چې په یو وخت یې ډېر ودونه دي

سره لدې چې نوموړی یوسل اوه شپیته کورنۍ غړي لري لاهم یې د زیاتیدو هېله لري او دا ځل غواړي چې په امریکا کې ښځه وکړي.






No comments:

Post a Comment