Thursday, March 24, 2011

په لویدیځه حوزه کښی دملالی ادبی اوکلتوری ټولنی کلنی ریپوټ


نوموړی ټولنی خپلې کلتوری هڅې په بلابیلو برخوکښې دتیرکال په څیرپه روان کال(1389)کی چټکې ساتلې . چی په لاندې ډول دې . دافغان کلتوری ټولنی جرګی له خواه دکتابونورارسیدل اوبیادکتابونو ویش . چې300 ټوکه دبادغیس ولایت دملالی ټولنې څانګې ته ، دبادغیس ولایت، 500 ټوکه دمرغاب ولسوالی څانګی ته ،په هرات ولایت کی هم الحمدالله دراټول شوی کتابونو یوکتابتون چی500 ټوکه کتابونه لری تل مدام لوستونکو ته دګټی اخستنی لپاره چمتووي . همداراز دی ټولنی په هرات ولایت کی خپلی اونیزی غونډی او وړی مشاعری ډیری چټکی کړی دی . اودهرات،بادغیس دولایتودبلابیلوسیموڅخه دشپیتوتنوزده کونکوشاملیدل درحمن بابا اوخوشال خان په لیسوکی دافغان کلتوری ټولنی جرګی په مرسته اود ډاکټرصیب خوشال روحی په زیارهم ددې ټولنې د کلنې هڅو یو برخه ده. نوموړې ټولنې څلور ټوکه کتابونه چاپ ته چمتو کړي او
پینځه ټوکه ترلاس لاندی دی چی نژدی راتلونکی ته انشاءالله تیارسی

عبدالحق مجروح

1 comment:

  1. دمهربانه څښتن په سپیڅلی نامه

    ښاغلی/اغلي ./........................................................................ دسلامونواونیکوپیرزوینوپه وړاندي کولو
    هیله ده چي په خپلوټولنیزوچاروکي بریالي اوسي.
    په ډیري خوښي سره خبردرکوو،چي په هرات ولایت کي میشتوفرهنګي ملګروهوډکړی چي خپلي ادبي هڅي ګړندي کړي د دي لپاره چي دهیواد په دي سیمه کي دفرهنګي ځوانانو آواز لاپیاوړی سي اودپښتودفرهنګي ودي پرلورموخپل یون جاري ساتلی وي ،له تاسوښاغلي څخه په ډیردرنښت هیله کوو چي په ادبي غنډواومشاعروکي ګډون وکړي اودښکلوشعرونوپه لوستلواو اوریدلوسره دغه ادبي ناستوته ښکلا ورکړی
    ستاسودلیدوپه تمه





    نیټه : دجمعه مبارکه ورځ چي برابرده د./.17./4../..1390
    وخت : دماسپښین له دریوبجوترپايه
    پته : دمستوفیت څلور لاری دمعدن صنایع بلاکونه بلاکونه دوهم پوړشپږم نمبر بلاک

    دتلفون شمیری : 0703131229/---- 0799773448







    په درنښت
    دملالی ادبي کلتوري ټولنه

    ReplyDelete