Saturday, October 30, 2010

لیوني

الیحضرت امان الله خان اروپا ته ولاړ، کله چې بیرته هېواد ته راستون شه نو یو لړ ښه او بد بدلونونه رامنیځته کړل، چې په هغې کې د خپلې ملکې ثریا عام محضر ته را وېستل یې د عام ولس په اذهانو کې یو لړ بد غبرګونونه رامینځته کړ ، چې حتا خلکو به امان الله خان ته کافر وايه.

یوه ورځ عالېحضرت امان الله خان پیغمان ته د سیل لپاره روان وه، په لاره کې زمونږ د کلي سورګل چې یو ښه کلنګي چرګ هم ورسره وه، ورته درېدلی وه، داچې په هغه وخت عامو خلکو موټر نه درلودل نو د عالېحضرت امان الله خان موټر له ورایه پېژندل کیده.

د امان الله خان ګارډانو نه غوښتل چې موټر ودروي خو امان الله خان خپل ډراییور ته د دریدو وه وییل
موټر ودرېده،

ځوانه څه چل دی خیرت خو دی؟

والله عالېحضرت پاچا صیب دا یو چرګ مې تاسو ته ډالۍ راوړی دی، په پاچا صیب د اخبره ډېره خوږه ولګیده او خپلو ستانکو ته د ډالۍ د منلو امر وکړ نو د پاچا صیب ساتونکې چرګ ترې واخېست.
عالېحضرت امان الله خان ترې ډېره مننه وکړه، ترې وه پوښتل، دا راته وايه چې په خپل کلي کې دی څه حال دی؟

والله عالی حضرت پاچا صیب دا خلک وايي چې امان الله خان کافر شویدی

دا څوک وايي؟؟ پاچا صیب تري په ډېره غوصه وه پوښتل

سور ګل چې خپل څټ یې په سبابه ګوته ګراوه ورته کړه

یره پاچا صیب یو زه وايم او یو زمونږ د کلي مولا ادم خان!!

پاچا صیب امر وکړ چې دی او مولا ادم خان دې سم دستي بنديان شي، سورګل یې سم دستي موټر ته واچوه او مولا ادم خان پسې یې عسکر ولېږل، کله چې مولا ادم خان له کلي عسکرو بنديخانې ته بووه، نو کلیوال ترې د ګناه پوښتنه وکړه چې بیا ټولو کلیوالو ته نوموړو عسکرو کېسه وکړه او کلیوال یې له پېښې یې خبرکړه.

ټول کلیوال سره غونډشول او وه پتییله چې راځې دواړه خلاص کړو کنه ټول کلي به په جړ کې واچوي ددوی دې کور له غنمو ډک شي، پاچا خو هر کار کوي، ددوی له پاچا سره څه کار؟؟ کلیوال په ډېر وېره د پغمان ولسوالۍ ته لاړل او پاچا ته حاضرشول

امان الله خان چې له کلیوالو سره مخ شول نو ورته وه وییل چې څنګه راغلي یاست؟؟

پاچا صیب خبر شوی وه چې زمونږ دوه کلیوال مو په ګومه ګناه بندیان کړيدي، مونږ ددوی له لورې بخښنې غوښتو ته راغلي یو، پاچا صیب سورګل او مولا ادم خان پسې راغلي یو، ټول کلیوالو په یوه خوله ورته وه وییل

تاسو خبر نه یاست چې د دواړو ګناه د بخښلو نده؟؟

له کلیوالو نه یو سپین ګېري ورته غبرګه کړه،
پاچا صیب مونږ خبر یو چې دې دواړو کمبختانو تاسو محترم مقام ته د کافر لقب وړاندې کړېدی، چې داستاسو عالي مقام سره اړخ خو څه کوې چې حتا په ټکرراځي، پاچا صیب زه به یوه ساده خبره تاسوته وکړم

پاچا صیب دا خبره ولې مونږ نه کوو، مونږ خو لیوني نه یو چې له غره سره سر وجنګوو، مونږخو شکر دی پوهېږو!! ولې به په لوی لاس د زمري خولې ته ځان اچوو، پاچا صیب دا دواړه زمونږ په کلي کې په لیونیانو مشهور دي، دا تاسو وه بخښي، مونږ ټول کلیوال ترې سپږمو ته راغلي یو.
پاچا صیب!! دا دواړه که لیوني نه وای نو دا خبره به تاسو ته نه کوله، بله خبره داده چې مونږ ددوی له غمه نه یو راغلي،
نو د چاله لپاره راغلي یاست؟؟؟ پاچا صیب ترې وپوښتل:
پاچا صیب مونږ د خپل کلي د بقا په خاطر تاسو ته حاضر شوي یو، مونږ فکر کاوه چې هسې نه ددې لدې کاره زمونږ کلی په جنجال کې ونه لویږي، پاچا صیب خېر دی وې بخښۍ!! ټول کلیوال ورته په یوه خوله عذر کوي

د پاچا صیب په زړه د رحم اوبه توییږي او د کلي خلکو ته مخاطب کیږي، که داسې خبره وي!! نو سمه ده داځل به یې پرېږدم کنه داسې خبرې خو لیوني نه کوي.

۱۷ ۱۰ ۲۰۱۰

No comments:

Post a Comment