Sunday, October 10, 2010

په نړۍ کې دچایو تر ټولو لویه پیاله



سرې لنکا چې د نړی تر ټولو لوی د چایو صادرونکو هیواد دی، اوس د نړۍ تر ټولو لویې پیالې جوړولو ریکارډ قایم کړ.

د سور رنګ په دې پیاله کې څلورزره پنځه سوه یو شپیته لېتره اوبه، څلور شپیته کېلو د چایو پاڼې، اته سو پنځه اویا کلو وچې شېدې اویو سل اویا کېلو بوره استعمالېږي.

نوموړې پیاله د پخوانۍ نړیوالې لوې پیالې نه درې وارې لویه دی. نوموړې پیاله د پایتخت کولمبو له سرکونو تیره کړه او په پلاستیکې وړو پیالو کې په عامو خلکو چای وه وېشلې.

د ځايي چارواکو په وینا نوموړې پیالې ته د چایو د زیات درلودنکې ریاست نه چای رواړل شوې، هغه په لویو دېګونو کې په محلي توګه چای جوړې شوی، لدې نه وروسته جوړه شوې پیاله ترې ډکه شوه او بیا لدې یوې لویې پيالې دوه دېرش زره عادي پیالې ډکه شوې.

په دې وخت کې د ګېنز نړیوال ریکارډ کتاب نمایندګانو د ریکارډ جوړولو سرټېفېکېټ ورکړل شو.

No comments:

Post a Comment