الیحضرت امان الله خان اروپا ته ولاړ، کله چې بیرته هېواد ته راستون شه نو یو لړ ښه او بد بدلونونه رامنیځته کړل، چې په هغې کې د خپلې ملکې ثریا عام محضر ته را وېستل یې د عام ولس په اذهانو کې یو لړ بد غبرګونونه رامینځته کړ ، چې حتا خلکو به امان الله خان ته کافر وايه.
یوه ورځ عالېحضرت امان الله خان پیغمان ته د سیل لپاره روان وه، په لاره کې زمونږ د کلي سورګل چې یو ښه کلنګي چرګ هم ورسره وه، ورته درېدلی وه، داچې په هغه وخت عامو خلکو موټر نه درلودل نو د عالېحضرت امان الله خان موټر له ورایه پېژندل کیده.
د امان الله خان ګارډانو نه غوښتل چې موټر ودروي خو امان الله خان خپل ډراییور ته د دریدو وه وییل
موټر ودرېده،
ځوانه څه چل دی خیرت خو دی؟
والله عالېحضرت پاچا صیب دا یو چرګ مې تاسو ته ډالۍ راوړی دی، په پاچا صیب د اخبره ډېره خوږه ولګیده او خپلو ستانکو ته د ډالۍ د منلو امر وکړ نو د پاچا صیب ساتونکې چرګ ترې واخېست.
عالېحضرت امان الله خان ترې ډېره مننه وکړه، ترې وه پوښتل، دا راته وايه چې په خپل کلي کې دی څه حال دی؟
والله عالی حضرت پاچا صیب دا خلک وايي چې امان الله خان کافر شویدی
دا څوک وايي؟؟ پاچا صیب تري په ډېره غوصه وه پوښتل
سور ګل چې خپل څټ یې په سبابه ګوته ګراوه ورته کړه
یره پاچا صیب یو زه وايم او یو زمونږ د کلي مولا ادم خان!!
پاچا صیب امر وکړ چې دی او مولا ادم خان دې سم دستي بنديان شي، سورګل یې سم دستي موټر ته واچوه او مولا ادم خان پسې یې عسکر ولېږل، کله چې مولا ادم خان له کلي عسکرو بنديخانې ته بووه، نو کلیوال ترې د ګناه پوښتنه وکړه چې بیا ټولو کلیوالو ته نوموړو عسکرو کېسه وکړه او کلیوال یې له پېښې یې خبرکړه.
ټول کلیوال سره غونډشول او وه پتییله چې راځې دواړه خلاص کړو کنه ټول کلي به په جړ کې واچوي ددوی دې کور له غنمو ډک شي، پاچا خو هر کار کوي، ددوی له پاچا سره څه کار؟؟ کلیوال په ډېر وېره د پغمان ولسوالۍ ته لاړل او پاچا ته حاضرشول
امان الله خان چې له کلیوالو سره مخ شول نو ورته وه وییل چې څنګه راغلي یاست؟؟
پاچا صیب خبر شوی وه چې زمونږ دوه کلیوال مو په ګومه ګناه بندیان کړيدي، مونږ ددوی له لورې بخښنې غوښتو ته راغلي یو، پاچا صیب سورګل او مولا ادم خان پسې راغلي یو، ټول کلیوالو په یوه خوله ورته وه وییل
تاسو خبر نه یاست چې د دواړو ګناه د بخښلو نده؟؟
له کلیوالو نه یو سپین ګېري ورته غبرګه کړه،
پاچا صیب مونږ خبر یو چې دې دواړو کمبختانو تاسو محترم مقام ته د کافر لقب وړاندې کړېدی، چې داستاسو عالي مقام سره اړخ خو څه کوې چې حتا په ټکرراځي، پاچا صیب زه به یوه ساده خبره تاسوته وکړم
پاچا صیب دا خبره ولې مونږ نه کوو، مونږ خو لیوني نه یو چې له غره سره سر وجنګوو، مونږخو شکر دی پوهېږو!! ولې به په لوی لاس د زمري خولې ته ځان اچوو، پاچا صیب دا دواړه زمونږ په کلي کې په لیونیانو مشهور دي، دا تاسو وه بخښي، مونږ ټول کلیوال ترې سپږمو ته راغلي یو.
پاچا صیب!! دا دواړه که لیوني نه وای نو دا خبره به تاسو ته نه کوله، بله خبره داده چې مونږ ددوی له غمه نه یو راغلي،
نو د چاله لپاره راغلي یاست؟؟؟ پاچا صیب ترې وپوښتل:
پاچا صیب مونږ د خپل کلي د بقا په خاطر تاسو ته حاضر شوي یو، مونږ فکر کاوه چې هسې نه ددې لدې کاره زمونږ کلی په جنجال کې ونه لویږي، پاچا صیب خېر دی وې بخښۍ!! ټول کلیوال ورته په یوه خوله عذر کوي
د پاچا صیب په زړه د رحم اوبه توییږي او د کلي خلکو ته مخاطب کیږي، که داسې خبره وي!! نو سمه ده داځل به یې پرېږدم کنه داسې خبرې خو لیوني نه کوي.
۱۷ ۱۰ ۲۰۱۰
Saturday, October 30, 2010
Thursday, October 21, 2010
د نړۍ ترټولو لس کوچني شیان
Sunday, October 17, 2010
د عادیانو د قوم جسدونه کشف شول: الله اکبر
د عربو په شرقي سویلي حوزه کې د تېلو په اوسني د را اېستلوپه یو پلټنه کې یو ډول خارق العاده غټ غټ انساني وجودونه لاسته راوړيدي. نوموړي ځای ته خالي ناحیه یا ربع الخالي واي، نوموړې لاسته راوړنې د ارامکو د پلټنې د ټیم له لورې بشپړې شویدي.
لکه څنګه الله تعالې په قران شریف کې ذکر کړيدي چې ما داسې غټ خلک پيداکړیدي چې تراسه داسې خلک ندي پیدا شوي. نوموړي قوم د عاد په نامه یادیده چې الله تعالی ورته هود علیه سلام د لارښونې لپاره ور استولی وه. نوموړي قوم ډېر اوږده، غټ، او ډېر قوي ول، دوی داسې قوي ول چې له اونې نه به یې لاس چاپېروه او نوموړې ونه به یې له بېخه وېسته. وروسته دا قوم د خدای ج او د هغه د رسول ع په خلاف شول او ګناهونه به یې کول، چې بیا الله ج عادیان تباه کړل.
لاندې انځورونه چې تاسو ویني،د سعودي عربستان علماء په دې باور دی چې دا انځورونه د عادیانو د قوم د خلکو دي. تاسو که چېرې لاندې جسدونه او د اوس وخت خلکو انځورونه چې ورسره ولاړ دي، او تر مینځ توپېر وه ګوري نو جوته به شي چې دا دعادیانو قوم دي.









لکه څنګه الله تعالې په قران شریف کې ذکر کړيدي چې ما داسې غټ خلک پيداکړیدي چې تراسه داسې خلک ندي پیدا شوي. نوموړي قوم د عاد په نامه یادیده چې الله تعالی ورته هود علیه سلام د لارښونې لپاره ور استولی وه. نوموړي قوم ډېر اوږده، غټ، او ډېر قوي ول، دوی داسې قوي ول چې له اونې نه به یې لاس چاپېروه او نوموړې ونه به یې له بېخه وېسته. وروسته دا قوم د خدای ج او د هغه د رسول ع په خلاف شول او ګناهونه به یې کول، چې بیا الله ج عادیان تباه کړل.
لاندې انځورونه چې تاسو ویني،د سعودي عربستان علماء په دې باور دی چې دا انځورونه د عادیانو د قوم د خلکو دي. تاسو که چېرې لاندې جسدونه او د اوس وخت خلکو انځورونه چې ورسره ولاړ دي، او تر مینځ توپېر وه ګوري نو جوته به شي چې دا دعادیانو قوم دي.










Wednesday, October 13, 2010
Monday, October 11, 2010
په نړۍ کې ترټولو کوچنی مرچ خوړونکی
Sunday, October 10, 2010
په نړۍ کې دچایو تر ټولو لویه پیاله

سرې لنکا چې د نړی تر ټولو لوی د چایو صادرونکو هیواد دی، اوس د نړۍ تر ټولو لویې پیالې جوړولو ریکارډ قایم کړ.
د سور رنګ په دې پیاله کې څلورزره پنځه سوه یو شپیته لېتره اوبه، څلور شپیته کېلو د چایو پاڼې، اته سو پنځه اویا کلو وچې شېدې اویو سل اویا کېلو بوره استعمالېږي.
نوموړې پیاله د پخوانۍ نړیوالې لوې پیالې نه درې وارې لویه دی. نوموړې پیاله د پایتخت کولمبو له سرکونو تیره کړه او په پلاستیکې وړو پیالو کې په عامو خلکو چای وه وېشلې.
د ځايي چارواکو په وینا نوموړې پیالې ته د چایو د زیات درلودنکې ریاست نه چای رواړل شوې، هغه په لویو دېګونو کې په محلي توګه چای جوړې شوی، لدې نه وروسته جوړه شوې پیاله ترې ډکه شوه او بیا لدې یوې لویې پيالې دوه دېرش زره عادي پیالې ډکه شوې.
په دې وخت کې د ګېنز نړیوال ریکارډ کتاب نمایندګانو د ریکارډ جوړولو سرټېفېکېټ ورکړل شو.
Monday, October 4, 2010
په تایلینډ کې تر ټولو زیات وزن لرونکې ښځه (انځوروېز راپور
څوارلس کلنه انجلۍ دوه اعشاریه صفر شپږ متره اوږدوالی لري (انځورېز راپور)ر
Subscribe to:
Posts (Atom)