پښتون ملت د ورځو لپاره مختلف نومونه کاروي، لره پښتونخوا یې له اوردو ژبو زیاته متاسره ده او پنجابي نومونه کاروي او بره پښتونخوا له دري نه متاسره ده چې تر اوسه پورې په (شنبو) کې ښکیل یو.
په دې خاطر چې د پښتون ملت دا ستونزه حل شوي وي، پښتونو ژبپوهانو هڅې وکړې تر څو د ورځې لپاره نومونه ولري او په دې وه توانېدل چې د اونۍ ټولو ورځو ته نومونه ولرو. چې دا نومونه په لاندې ډول دي.
یوه نۍ
دوه نۍ
درې نۍ
څلورنۍ
پنځه نۍ
جمعه
اونۍ
خو د یادولو وړ ده چې تر اوسه هم نوموړي نومونه په پښتون ملت کې رواج ندي، ولې؟ هغه ځکه چې عامه پوهاوې په مونږ کې لږ لیدل کېږي او هغه کسان چې نوموړو نومونو د رواج لپاره کارکوي هم په ډېره زغرده توګه ددې نومونو د کارولو لپاره کار نکوي.
بله خبره یې دا ده چې نوموړي نومونه لږ شانته په وییلو کې سخت تمامېږي، او هغه نومونه چې اوس په لره او بره پښتونخواکې مروجه دي ترې اسان وییل کېږي
داچې لږ اسان شي او هر څوک پښتو نومونه د ورځو لپاره وکاروي او (هغه که پښتون وي او غیر پښتون) وه کولای شي اسانه یې ولولي، زه غواړم له تاسوسره خپل وړاندې شریک کړي
ما پورته نومونه لنډېز کړي او د هرې ورځې لمړي او اخېر توری مې راخېستی او له (نۍ) سره مې یوځای کړی تر څو په وییلو کې اسانه شې او په دې توګه هر څوک وه کولای شې نوموړي ورځو نومونه په اسانۍ سره وه وایي
یوه نۍ = یه نۍ
دوه نۍ = ده نۍ
درې نۍ = دې نۍ
څلور نۍ = څر نۍ
پنځه نۍ = په نۍ
جمعه = جمعه
اونۍ = اونۍ
درنو استادانو، ملګرو، مشرانو ستاسو نظر غواړم او د لا ښه والي په خاطر تاسو رابولم تر څو خپل معلومات په دې اړوند له مونږ سره شرېک کړۍ.
په درنښت
عبدالبصیر سهاک
بښنه غواړم دا لنډيز خويې ماته بلکل غير مناسب ښکاره شو په دې سرط چه دجمعې نوم په خپل حال پاتې شي
ReplyDeleteبښنه غواړم دا لنډيز خويې ماته بلکل غير مناسب ښکاره شو هغه پوره نومونه يې سهي دې خو په دې شرط چه دجمعې نوم په خپل حال پاتې شي
ReplyDelete