Monday, April 4, 2011

مشاعره پرله پسې

درنو او قدر وړ مینه والو دادی یادښتونه ویبلاګ هم تاسو ته د مشاعرې تر سرلیک لاندې یوه لړۍ پېلوي چې د مختلفو شاعرانو شعرونه تاسو مخ کېږدي، په لمړي سرکې به خپل یو غزل تاسو ته وړاندې کړم چې په لاندې ډول ده


نابللی او بللی څومره فرق دی
دا سهاک او دغه ښکلی څومره فرق دی

شکر خدای ج مو کړی وېش دی کنه ګوره
ته اغلې زه ښاغلی څومره فرق دی

زه لا اوس هم پرې سرلوړی ګرځم یاره
هاغه تللي دا راغلی څومره فرق دی

څنګ په څنګ له یوه بله سره اوسي
ستا دا ښار او زما کلي څومره فرق دی

کنه دواړه د یو کلي ساده ګان وو
زه او دغه غرب پاللی څومره فرق دی


عبدالبصیر سهاک

No comments:

Post a Comment