Thursday, August 12, 2010

مرګ دې وي په تروه غوښه




خلک واي چې انسان تر څلوېښتو کلونو پورې په پورته تګ کې وي، مانا داچې په فزیکي لحاظ قوي کېږي، او له هرې خوا یې په وجود کې پخوالې رامینځته کېږي.

خو زه داخبره د ځان په اړه لږ ناسمه بولم، هغه په دې خاطر چې زه د دېرشو کلونو یم او زما د بدن فزیکي حالت ډېر کمزوری شویدی. هغه څنګه؟
زه سېګریټ نه څکم، نورې هرډول نشې او هتا تماشې نکوم خو نن حالت داسې دی چې یو کیلومتر په واټن منډه نشم وهلی، ساه مې بنده بنده کېږي، زر ستړی کېږم او داسې نور. ډېر زیات چې کمپیوټر تې کینم نو د څټ پلې او سر مې په درد شي
یوازې داشوي چې ماغزه مې لږ پاخه شویدي.

دا چې موضوع اوږده نکړم نو اصلي خبرې ته راګرځم، زه چې هر چېرته ځم هغه که رسمي وي او په سیل وي چې انځورونه اخلم، نو زیات انځورنه به مې د کوچنیانو او سپین ږېرو وي. ددې دوه علته دي.
۱: کوچني ماشوم هېڅ وخت د ځان په اړه داسې فکر نه کوي چې ګواکې نوموړی هم د دې نړۍ یو وجود او یو وخت به تری ډېر غټ سړه جوړشي، خو کله چې ځان په اینه یا بل داسې شې لکه انځور کې وګوري نو خندنیي ورته برېښي. داچې کوچنیان ډېر خوشاله شي نو زه یې هم انځورونه اخلم او بیا یې ورته ښییم چې نوموړي ګلان نور هم تازه شي.
۲: کله چې د یو سپین ږیري انځور واخلي او نوموړي سپین ږیری ته بېرته وه ښیې نو بیا دا سپين ږیری د خپل تېر ژوند په یادښتونو او خاطرو ورغورزي، ډېرې خوږې او ترخې خاطرې یې تر سترګو ګېږي، په دواړه حالتونو کې نوموړی خوشاله کېږي.

نن مې هم دیو سپین ږیري بابا چې امیر بند بامیانو ته د سیل لپاره له خپلې کورنۍ سره راغلی وه یو انځور واخېسته، ډېر خوشاله وم او فکر مې وکړچې که زه ورته بېرته انځور ور وه ښییم نو نوموړی بابا رانه ډېر خوشاله شې، خو کله چې ما دې بابا ته انځور ور وه ښوده نو دنوموړي بابا ځواب ډېر خواشینی کړم

ما بابا ته کړه: بابا ستا اکس!!!

بابا غبرګه کړه: وه بخښې زویه زه یې نشم لیدای

نو له ځان سره مې کړه چې مرګ دې وي په ترخه غوښه
.

No comments:

Post a Comment