Sunday, August 15, 2010

یادښتونه: ناروا پېر او ناروا مریدان

یادښتونه: ناروا پېر او ناروا مریدان

ناروا پېر او ناروا مریدان



زمونږ په دې جنجال چې زه باید خپل د اکا زوی ته له حج نه په راستنیدا کې یو کېسېو سات راوړم، دا خو د جنجال خبره نه وه، خو اصلي خبره په دې کې چې شاید ولاړ نشم ځکه تر اوسه پورې خبره سمه کره شوې نه وه خو لالا شله وه او وییل یې چې باید زه یو کېسېو سات خاوند شم.
مونږ په دې جنجال کې وه چې ټکان شول، ټکان کراه کراه ډېریده او را نږدې کېده

حاجي دا ډزې کوم ځای کې دي

لالا ډزې نه دي، لاندې کورکې څوک څه شی ټکوي

نه!! داسې نه ده، دا ټکان دي او کېدای شې چې په دارالامان کې ملي اردو ټرینیګ کوي، ماهم ورسره ومنله او خپلې خبرې ته بېرته ورګرځیدو.

ګوره زه سات غواړم کنه والله چې سات خو دې کړم!!

ګوره سات کومه مسله نده خو خبره داده چې ما لا تراوسه وېزه نده ترلاسه کړې، که چېرې وېزه مې ترلاسه کړه نو بیا به ګورو په دې خبره کې لا وو چې ټکان نور هم ډېر شول، زه په تشویش شوم، زمونږ مشر ورور همغې خواته کار کوي، نو ما هم ټلېفون را پورته کړاو زنګ مې ورته وه واهه:

هلو!!

لالا چېرته یې ؟؟

خیرت دی؟ ته خو نن وختي کورته تللی یې؟؟

څنګه؟ نثار تراوسه بند پاتې دی؟؟

دلته زمونږ کورته ندی راغلی نو څنګه به شي؟

د مشرورور خبرو ډېر خواشینی کړم، ځکه چې زما وراره تراوسه لا درکه وه، مشر ورور مې ژړل هم او وې وییل چې شکر دی چې تر خلاص شوم کنه مونږ هم د املکو تول کې راغلي وم خو نثار؟؟ او غږ یې په تلېفون کې ورک شه

هغه زیاته کړه! مونږ څه خبر وه د معمول مطابق خپل کار مو کاوه چې ډزې مو واورېدې او اوازه شوه چې د کوچیانو او هزاره تر مینځ په دارالامان کې جګړه شویده. مونږ هم وه پتیله چې خپل کور ته ولاړ شو خو ستونزه په دې کې وه چې زمونږ کور د دشتي برچې نه پورته دی، کله چې سوځیدلي پله (پلې سوخته) ورسېدو چې یو غټ هجوم راباندې راغی، مونږ بېرته راوګرځیدو، او په کوڅوکې مو ځانو ورک کړل په دې وخت کې راباندې ډزې وشوې ډېر چټک کوټه سنګي ته راغلم د کمپنۍ په لور مې حرکت وکړ، او له کمپنۍ نه حیدر کلا ته او بیا خپل کورته راغلم، تر دې وخته پورې مې نثار ته پام نه وه، کله چې په ارام شوم نو خپل زوی ته مې پام شو چې هغه له ما ورک دی. کور یې ودان چې بازې هزارو لاره را وه ښوده کنه په هجوم ورغلي وم، همدا نارې یې وهلې، خوده بکش افغان که مېکوشي، جنګ یې له کوچیانو سره دی او وژني ما!!! دا کوم انصاف دی

نن ورځ انصاف نشته، ښه ده چې ځان دې وېستلی دی خیر دی نثار هم پیدا شي.

ماته لڼده رادیو اېښې وه را پورته مې کړه او یو خبري چینل مې ونیو چې لومړی خبر پرې همدا شخړه وه، هغه رادیو داسې یوه طرفیزه غږیده، دستې بل چینیل کړ چې هغه بیا د هزارګانو په طرف غږیده نو ازادي رادیو ته مې فکر شه، دستې مې هغه چینل کړه چې لاندې خبرمې پرې واورده.
از برگزاری مظاهره و فیر ها در غرب کابل گزارش داده شد
پس از یک روز تشنج و درگیری ها در حاشیه غربی شهر کابل، امروز نیز از برگزاری مظاهرات و فیر های پراگنده در مناطقی از غرب کابل به خصوص دشت برچی گزارش داده می شود. باشنده گان محل در غرب کابل گفته اند که صبح امروز بار دیگر صدای فیر ها شنیده شده است. خبرنگاران رادیو آزادی که به محل رفته اند می گویند که دکانها به خصوص در منطقه کوته سنگی و مناطق پل سوخته تا دشت برچی مسدود است. گزارش شده است که مظاهره چیان خشمگین روز گذشته به شماری از دکانها نیز حمله کرده و در مسیر راه برخی از پوسته های امنیتی پولیس را نیز به آتش کشیده اند. درگیری ها روز گذشته میان هزاره ها و کوچی ها در نزدیکی قصر دارالامان آغاز گردید که گفته می شود شماری افزاد در این میان کشته و زخمی نیز شدند. اما پس از آن مظاهرات به وسیله هزاره های ساکن در غرب کابل آغاز گردید که مظاهره چیان با پولیس نیز درگیر شدند

مانو د لاریون فکر پرېښود او خپل وراره ته په چورت کې شوم، زړه مې صبر ونکړ بیا مې خپل ورور ته زنګ وه واهه، ورورمې هم د نثار د رسېدو تسلي یې راکړه، ډېر خوشاله شوم. خو کوچیانو د خپلو بچیانو د ورکېدو او خپلو کورونو سوځیدو خبرې کولې او ډېری یې د ویر په تغر ناست ول.

زمونږ کلی د کاکوړ خېلو په نوم یادېږي چې له دشتې برچي سره نېښتی دی، ټوله شپه زمونږ د کلي خلکو د پولېسو سره یوځای ګزمې کولې او په وېره کې وه چې کله به د هزارو له لورې پرې برید کیږي خو داچې هزاره په دې پېښه کې ګرم نو د یارلسمې خوزې سره یې هم شخړه کړی وه او لکه په خبر کې تاسو وینۍ یو پولېس مړه او ډېری ټپیان شوي وو. پولیسو زمونږ کلیوالو ته د هرقسمه امنیت تسلي ورکړیوه.

زه چې چورت ورته وهم نو یوازې د ناروا لویانو مشرانو ډرامه وه یوازې د خپل ځان بریا د خلکو په وژلو او ولسي خلکو ته په زیان اړولو کې ویني. ایا دا د بشر د حقونو پلې کیدل دی؟؟؟؟؟ زه که ډېر دقیق فکر وکړم نو په داسې دسایسو کې د بشر د حقونو مشرې ناستې ولاړې هم خلک یادوي

زه نن له یو بلې خبرې خبر شو هغه داچې اغاخان غواړي یو غټ کمپلېکس جوړ کړې نو په دې خاطر یې د کابل پوهنتون داستادانو ځای له دولت په بیه اخېستی او په نوموړي ځای به کمپلیکس اعماروي چې لګښت به یې د دسوو میلیونو ډالرو په اندازه وي او داچې څوک ورته اجازه ورکوی؟؟؟ دې ته خو زمونږ کرزی لالا شته.

دا که مخکې له مخکې پلان ګذاري شوې نه وه نو دوه زره هزارو په خوشکاو دښته کې څه کول او ولې یې پردي ځمکې نمره کولې، دا دوه زره هزاره دومره زړور وه چې کله یې کوچیانو مخه ونیوله نو کوچیان یې وه وهل کېږدۍ ورته وسوځولې ټپیان یې کړل، وژنه یې هم پکې وکړه او کله چې پولېس یې مخنیوي ته راغلل نو له هغوې سره یې هم جګړه وکړه چې بیا وروسته د لوی لاریون بڼه ونیوله او د پېښې له ځایه نورو ځایونو ته وغزیده.
اصل خبره داده، هزاره بېچاره ګان بر ناحقه پکې دل دي او همداسې که دوی د خپلو کږو او ناروا مشرانو په خوله وکړي نو ورځ به یې لدې هم بده وي، هزاره ګان په ځان ندي خبر او خپل ناروا مشران یې کندې ورغورزوي. ځکه چې د هزارګانو مشران د خپل اصلي ناروا پېر له لوري اخېستل شویدي ډېر څه ورته کړیدي او هر څه ناروا پېر ورته وايي، ناروا مریدان یې سرته رسوي هغه چې په دوه سوه میلیونه ډالره یو کملیکس جوړوی شي نو لس میلیون زیات او کم داسې خرڅ شویو ناراو مشرانو هم ورکوای شي


یادونه: دانځور هغه ځای دی چې په بهسودو کې هزاره او کوچیانو پرې شخړه کړیوه چې د پېښې له وخته ډېر لږ وخت تېرشویدی

Thursday, August 12, 2010

مرګ دې وي په تروه غوښه




خلک واي چې انسان تر څلوېښتو کلونو پورې په پورته تګ کې وي، مانا داچې په فزیکي لحاظ قوي کېږي، او له هرې خوا یې په وجود کې پخوالې رامینځته کېږي.

خو زه داخبره د ځان په اړه لږ ناسمه بولم، هغه په دې خاطر چې زه د دېرشو کلونو یم او زما د بدن فزیکي حالت ډېر کمزوری شویدی. هغه څنګه؟
زه سېګریټ نه څکم، نورې هرډول نشې او هتا تماشې نکوم خو نن حالت داسې دی چې یو کیلومتر په واټن منډه نشم وهلی، ساه مې بنده بنده کېږي، زر ستړی کېږم او داسې نور. ډېر زیات چې کمپیوټر تې کینم نو د څټ پلې او سر مې په درد شي
یوازې داشوي چې ماغزه مې لږ پاخه شویدي.

دا چې موضوع اوږده نکړم نو اصلي خبرې ته راګرځم، زه چې هر چېرته ځم هغه که رسمي وي او په سیل وي چې انځورونه اخلم، نو زیات انځورنه به مې د کوچنیانو او سپین ږېرو وي. ددې دوه علته دي.
۱: کوچني ماشوم هېڅ وخت د ځان په اړه داسې فکر نه کوي چې ګواکې نوموړی هم د دې نړۍ یو وجود او یو وخت به تری ډېر غټ سړه جوړشي، خو کله چې ځان په اینه یا بل داسې شې لکه انځور کې وګوري نو خندنیي ورته برېښي. داچې کوچنیان ډېر خوشاله شي نو زه یې هم انځورونه اخلم او بیا یې ورته ښییم چې نوموړي ګلان نور هم تازه شي.
۲: کله چې د یو سپین ږیري انځور واخلي او نوموړي سپین ږیری ته بېرته وه ښیې نو بیا دا سپين ږیری د خپل تېر ژوند په یادښتونو او خاطرو ورغورزي، ډېرې خوږې او ترخې خاطرې یې تر سترګو ګېږي، په دواړه حالتونو کې نوموړی خوشاله کېږي.

نن مې هم دیو سپین ږیري بابا چې امیر بند بامیانو ته د سیل لپاره له خپلې کورنۍ سره راغلی وه یو انځور واخېسته، ډېر خوشاله وم او فکر مې وکړچې که زه ورته بېرته انځور ور وه ښییم نو نوموړی بابا رانه ډېر خوشاله شې، خو کله چې ما دې بابا ته انځور ور وه ښوده نو دنوموړي بابا ځواب ډېر خواشینی کړم

ما بابا ته کړه: بابا ستا اکس!!!

بابا غبرګه کړه: وه بخښې زویه زه یې نشم لیدای

نو له ځان سره مې کړه چې مرګ دې وي په ترخه غوښه
.