Sunday, September 26, 2010

نو نو یو وخت په افغانستان کې .................................... (انځورېز راپور














د املوکو په تول کې لاړ ، ځکه...............!!!

زمونږ د کلي ډېری اوسیدونکی ورځنۍ مزدوري کوي، چې څوک یې ډبرې اوباسي او څوک بیا دا ډبرې ښارته راوړي او خرڅوي یې. خو ځېنې یې بیا په کمپنۍ کی دوکانونه لري. زمونږ د کلي اوسیدونکی ډېری وخت په کمپني کې تر ماښامه پورې وي او د کمپني بازار زمونږ پر کليوالو تود وي.

خو په دې ورځو کی د کار د پاره نه، بلکې داچې اختر دی نو د منظرې لپاره راغلی وه، داچې مونږ ټول ورونه په ښار کې په دندو بوخت یو نو کور مو هم په ښار کې نیولی او د کمپنۍ او کوټه سنګي په مینځ کې په نیازبیګو کې اوسېږو، مونږ ته کمپنۍ نږدې ده نو د ورځنۍ سودا لپاره کمپني ته ځو، نن هم سهار مهال ما وپیتیله چې له کمپنۍ سودا راوړم، له کوره نه وم وتلی چې د ماما تلېفون راغې

یایا ستړی مشې په دوکان کې یې !!! زه هم کمپنۍ ته درځم

ته اوس چېرته یې؟

زه له کوره راوتم او موټرته لاس ورکوم او کمپنۍ ته درځم

پام چې کمپنۍ ته رانشې

ولې یایا؟؟

په کمپنۍ کې لاریون روان دی اوس ډزې هم پکې روانې دي

ښه!!!؟؟؟

سمه ده زه به کوټه سنګي ته لاړشم او سودا به له کوټه سنګي نه راوړم

زه هم کوټه سنګي ته لاړم او خپله سودا مې د کور لپاره له کوټه سنګي راوړه هلته هم د دې لاریون له وجې ځېنې دوکانونه بند وه
اوس مازدیګر دی، ماما مې چې زه ورته یایا وایم زنګ وه واهه،

حاجي اورې

هو یایا ستړی مشې

خیر اوسې، خبر سوې!!!

نه خیرت خو به وي؟؟؟

د علي خان زوی نسیم مړ شه او امرالله ټپي شه

ولې په څه خبره ؟؟؟

سهار په کمپنۍ کې لاریون نه وه!!، په دې لاریون د پولېسو په ډزو ولګیدل، لاریون کونکو لاریون خوشونت ته واړاوه چې د پولیسو او لاریون کونکو تر مېنځ شخړه رامنځته شوه، پولیسو ډزې پيل کړې او شاخوا دوه وېشت تنه ټپیان شول، نسیم هم په دې ټپيانو کې وه
نو دوی څه کول؟؟؟ ددوی له لاریون سره څه؟
بس هسې د املوکو تول راغلل، نسیم خو د معدن او صنایعو وزارت کې دیوې امه لې موټر دراییور دی خپل موټر یې په سرای کې ودراوه او غوښتل یې چې دوزرات مامورینو ته خبر ورکړي چې نن د لاریون له وجې نشي کولای ملي بس له سرایه را وباسي، نو ځکه د کمپنۍ چوک ته راغې خو چې بیرته د کورخواته روان شه نو لاریون کونکې پرې راغلل، کله چې لاریون کونکې او د پولېسو تر مینځ شخړه رامینځته شوه نو پولیسو ډزې وکړې چې د نسیم او امرالله په دې دزو ټپیان شول، امرالله په پښه ولګیده او نسیم په سر لګیدلی وه چې بیا په روغتون کې ساه ورکړه، اوس یې جنازه کلي ته وړو.
له خوارکي ووړ اولاد پاتې شه، دېر ښکلی ځوان وه.
پولیسو ولې ډزې کولې؟؟؟

نن په پولیسو کې هزاره پولیس ډېری وه چې کله لاریون کونکو ډبرې وه ورولې نو بیا پولېسو هم هوايي ډزې وکړې خو هزاره پولېسو هوایي ډزې نکولې او خلک یې رسا وېشتل چې نسیم هم یو هزاره پولېس وه وېشته.

Saturday, September 25, 2010

غربت (یو دردونکې کېسه)


خپل مېنځي جګړه وه، تل به په دې ډېر وېریدو چې د اپېز غونډاری به په چا لوېږي، دا ړنده بمباري به د چا کور د غم په تغره کینوي. د تل په څېر نن هم دې افغانانو ته د سودا لپاره تلم تر څو یو څه ترکاري د بېګاه لپاره کورته راوړم، په زاړه د جرمني بس کې له کارتې ناو نه سپور شوم نیمايي لار مو نه وه وهلې چې د یو ډېر غټ بم اواز مو تر غوږو شو، ټوله سپرلۍ څک غوږونه، حیران حیران یې یو بل ته کتل، داچې دا کېسې تل وې نو مونږ هم خفه وه ولې بیا هم خپل ورځېني کار ته تلو، نن هم خپلې سودا پسې تلم او هیڅ مې په زړه کې ونه ګرځیده چې بېرته خپل کورته ور وه ګرځم.

کله چې له موټر نه کښته شوم نو یو بل توغندی هم دې افغانانو ته راغې، چېغې شوې خلکو ځانونه یو او بلې خواته پټول، ما هم منډه کړې او هڅه مې کوله تر څو یو محفوظ ځای ته ځان ورسوم، ډېرې منډې مې وه وهلې خو داسې ځای مې پیدا نکړ چې ځان مې پکې محفوظ ګڼلی وای، په دې منډو کې ان د پېښې تر ځایه پورې ورسېدم.

وېنې وې او وېنې!! مړي پراته ول، ټپیانو د پېښې ځای نور هم بوږنونکی کړی وه،ټولو چیغې وهلې، یواځې خپلو (ورور، کاکا، پلار، ماما او داسې نورو) خپل مړي یا ټپیان د پېښې له ځایه پورته کول، نور هر چا دا سود ګڼله چې خپل ځان وه باسي، زه هک حیران ولاړ وم، هېڅ تصمیم مې نشوای نیولای چې څه وکړم!!!

ځان وه باسه! هسې نه چې بل توغندی راشي او ته هم پکې دل شې

نه نه!!! باید مرسته وکړم دې ټپیانو ته ګوره، داهم افغانان دي، دا به هم د چا ځامن وي، خیردی که نن مې مرسته وکړه، په ما هم داسې یو وخت راتلی شي.

دا توغندي چې راغورځوی دا لکه چې د روسېې ارموني پاتې دي دا هم ځانته افغانان وايي!! ځان وه باسه، چې د املوکو تول کې به راشې خو بیا مې هم هوډ وکړ چې باید مرسته وکړم، په دې چورت کې وم چې یوه ښځه مې په چادري کې ولیده، ډېره چټکه روانه ده، خو چې ډېر زیات ورته ځېر شوم وینې هم ترې څاڅي، ځان سره مې وپتیله چې لدې ښځې سره به حتما مرسته کوم، ورمنډه مې کړې

ترورې ودرېږه زه دې تر یو ډاکټره ورسوم، ته ټپي یې ستا ټپ به تا تر ډېره پرې نږدې چې همداسې چټکه ولاړه شې، ښځه هېڅ غږ نکوي خو رفتار یې نور هم ګړندی کېږي، زه یې وار خطا کړم، ما هم ورمنډه کړې، کله چې ښځې زه ولیدم چې منډې وهم، نو ښځې هم منډه کړې

زه یې په فکر کې کړم، ما هم خپله منډه چټکه کړه، چې ور ورسېدم نو له لاسه مې ونیوه.
ترورې چېرته داسې ورخطا منډې وهې، زه درسره مرسته کوم او ته له ما منډې وهې، وینې هم درنه څاڅۍ، تر څوبه داسې منډې وهې اخر به دې خپل ټپونه وغورځوي، خو ښځې هڅه کوله ترڅو یوازې ولاړه شي خو ما پرې نښوده چې ولاړه شې، بیا هم ښځې زما لاس ته څنډ ورکړ او مڼده یې کړې چې په دې وخت کې ترې یو پرې شوی لاس ولویده،
ښځه په خپله ټپی نه وه، نوموړې پرې شوی لاس یې په دې خاطر له ځایه تښتاوه چې په دې پرې شوي لاس کې یوه د سروزرو ګوتمۍ وه، او ګوتمی ځکه نشوای را وتلای چې د ګوتمۍ ګوته پړسیدلې وه، نو ځکه یې ټول لاس د پېښې له ځای نه له ځانه سره وړ.

Wednesday, September 1, 2010

له ازاره چا بازار لیدلی ندی


پاکستان یو له هغو هېوادونونه دې چې تر ټول ډېر افغان کډوال پکې ژوند کوي، د طالبانو د سقوط سره سم ډېر افغانان خپلو اصلي ټاټوبي ته را ورګرځیده خو لا هم ډېر افغان کډوال په پاکستان او ایران کې مېشت دي. ځينې یې خپل کاروبار لري او نه غواړي چې خپل کاروبار وران کړي او یو نامالوم لوري ته مخه کړي، او داسې هم شته چې په افغانستان کې نه ځای ،نه کورلري چې راشي او خپل ژوند پیل کړي.

د جهاد په وخت کې په پاکستان د افغانانو سره داسې سلوک کیده لکه پاکستان چې یې خپل هېواد وي، ځايي خلکو خپلې ځمکې شاړې کړی او افغان کډوالو پرې واړول، دا ډول کړنې د طالبانو تر سقوطه پورې روانې وې، خو چې کله طالبانو ماتې وخوړه نو د پاکستان د دولت سلوک بدلون وموند او افغان کډوال یې دومره وځورول چې ډېری داسې افغان کډوال چې په افغانستان کې یې په ځمکه سېوری نه درلوده او په اسمان ستوری، هم را وه کوچیدل ترڅو لدې ناوړه سلوک نه نجات وه مومي، خو بیا هم ډېر افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دی او خپل ورځنی کاروبار په مخ وړي.

طالبانو سقوط وکړ، امریکا افغانستان اشغال کړ او ددې دواړو ترمېنځ پاکستان د کتلست دنده په مخ وېوړه، د غله او ګوروان کېسه یې جاري وساتله، کور واله تې وېل چې بیداره شه غله ته کړه چې همدایې ځای دی، پاکستان په دې ډېرې پيسې تر لاسه کړې او ډېر باروسوخه طالب مشران یې امریکې ته په لاس ورکړل، عبدالسلام ضعیف او داسې نور یې تر ټولو ښې بېلګې دي. د پاکستان په دې هم زړه یخ نشو، نو په پاکستان کې به چې څنګه یو پېښه (ځانمرګی برید او داسې نور) رامینځته شو، نو پاک دولت به افغان کډوالو ته مخه کړه، بې ګناه کډوال به ونیول، بندیان به یې کړل او ډېر به یې وځورول. خو چې چا به په کومه راډیو کې شکایت وکړ نو د پاکستان دولت له لوري پرې په برید کې د ککړېدو غږ وشو.

اوس دې له یوې بلې خبر کړ!! د پاکستان اویا سلنه ځمکه اوبو لاندې کړه او له یو سل شپېته مېلیونه نه ډېر اوسېدونکي یې زیانمن کړل.

زیانمن سېلاب کړل، کورونه سېلاب وران کړل، ځمکې سیلاب وېجاړې کړې، پنځلس میلیارده تاوان سېلاب ورته ورساوه، خو په پېښور کې بیا افغان کډوال ځورول کېږي، بندیان کېږي او د ځورولو لړۍ نوره هم تېزې کېږي، دا ولې؟؟؟؟ دا خو نو د خداي له لورې یو افت دی!!!! دې د افغان کډوالو څه لاس کېدای شي؟؟؟؟په دې سیلاب افغان کډوالو ته هم ډېر زیان ورسېده، د زاخېلو په نامه ټول کېمپ یې وران کړ خو بیا هم..............................

یوه خبره په یاد لرۍ، د پاکستان دولت هم خبر دی چې دا ازار د افغان کډوالو له لورې دی ځکه یې باید .............. خو زه بیا وایم چې له ازاره چا بازار لېدلای ندی

که پاک دولت یې نور هم وځوروي نو په زغرده وایم چې دا ازار به یې ډېر ناوړې پایلې ولري او خدای ج هېڅ سخته نده چې د ځمکې لمخه یې بېخي ورک کړي

لا یې ماغزه په کرار ندي، (نړیوالې جګړې انځوریز راپور)

روسان چې کله سم وه نو د هټلر غوندې سوپر پاور ته یې غېږ ورکړه او را وېې پرځوه خو چې کله یې لکه د مېږي وزرې وکړې نو خدای ج ورته افغانستان، مرګستان جوړ کړل.

تر اوسه پورې یې ماغزه په ځای ندي، تر اوسه پورې له دیوالونو سره ډغرې خوري.

لا یې ماغزه په کرار نه دي
چاچې ماسره وهلی سر په څنګ دی

خو یوه خبره چې ما ځوروي هغه دا چې مونږ ولې ډغرې خورو؟؟؟؟ زمونږ ماغزه ولې سم ندي؟؟؟؟
که تاسو ځواب کړه!!!!

لاندې انځورونه هم وګوري، ډېری لدې انځورونو دېمیتر بلتېرمنتس او وېلادیمېر لوپېژکو اخېستي دي